پرون د سېشنبې په ورځ د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړه چې په تېرو دوو کلونو کې (۲۰۱۴ او ۲۰۱۵) د اعدامونو کچه د تېرو پنځهویشتو کلونو په پرتله ډېره شوې ده.
د دې سازمان د راپور له مخې تېر کال (۲۰۱۵) کې ۱۶۳۴ تنه په ټوله نړۍ کې اعدام شوي چې تر دې مخکې کال کې دغه کچه تر ۵۰ تنو لږه وه. یعنې (۲۰۱۵) کې نسبت تېرو ۲۵ کلونو کې ډېر خلک اعدام شوي دي.
د دې راپور له مخې ۸۹٪ د دې اعدامونو په ایران، سعودي او پاکستان کې شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان وايي چې ډېری اعدامونه چین کې له رسنیو پټ تر سره کېږي.
د دې سازمان د راپور له مخې تېر کال د نړۍ ډېری هېوادونو د اعدام قانون کې بدلون راوستی دی چې په ۲۰۱۶م کې به دا قانون پلی شي.
د بښنې د نړیوال سازمان په اند چین په نړیواله کچه د اعدامونو ډېره شمېره لري. د دې سازمان مشران وايي چې یوازې چین په کلني ډول تر زرو ډېر انسانان اعداموي.