افغانستانخبرونه

محمد ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت مرستیال ټاکل شوی

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری د ښوونې او روزنې وزارت مسلکي او تخنیکي سلاکار ټاکل شوی. محمد ابراهیم شینواری په ۱۳۴۸ لمریز کې د کونړ په شیګل ولسوالۍ دشینکوړک په کلي کې زیږیدلی دی.لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په کونړ، جلال اباد او کابل  کې سرته رسولي دي، وروسته دکابل پوهنتون له طب پوهنځي فارغ شوی دی .د روغتیا په اداره کې یې ماستري او دنفوسو او انکشاف په برخه کې له یوه نړیوال پوهنتون څخه د پيژندنې سند اخستی دی.

له ۱۹۹۷ز راهسې دعامې روغتیا په برخه کې په بېلابېلو دولتي او نړیوالو نادولتي ادارو کې کار کړې دی.دخپل طبي مسلک سربېره له ټولنیزو، فرهنګي موضوعاتو سره لېوالتیا لري.
همدا راز ابراهیم شینواري په ۱۳۷۰ ز کې دښه ځوان لیکوال جایزه دافغانستان دلیکوالو ټولنې څخه تر لاسه کړې ده، په ۱۳۸۹ لمریز کې د فرهنګیانو لخوا د ښه فرهنګي فعال په توګه دسرو زرو مډال تر لاسه کړ یدی. پردې سربېره یې د تغذیې دښه ناظم مډال تر لاسه کړی دی.

د ښوونې او روزنې وزیر د ملي یووالي په حکومت کې د عبدالله عبدالله له خوا ټاکل شوی.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button