د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي خبر ورکوي، چې تر ۲۰۲۰م پورې به هېواد د غلې په برخه کې د نورو له اړتيا خلاص او پر ځان بسيا شي.
د کرنې وزير اسد الله ضمير دغه خبرې په هغه څلور ورځيني نندارتون کې وکړې، چې کابل کې سفارتونو او ډونرانو ته په کې د هېواد کورني توليدات ور وپېژندل شول.
هغه زياته کړه: «موږ د سبزۍ، غلې او چرگانو په برخه کې د پام وړ پرمختگونه گورو او د سبزيو او غلو، په ځانگړي ډول د غنمو په برخه کې به افغانستان تر ۲۰۲۰م د نورو له اړتيا خلاص شي.»
د ښاغلي ضمير په وينا دغه وزارت هر کال له درې نيم سوو تر درې سوو اتيا مليونه ډالرو د چرگانو غوښې را واردوي، خو کوښښ کېږي، چې تر ۲۰۲۰م دغه اندازه ټيټې درجې ته راوستل شي.
د کرنې وزير د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی نندارتون يوه لاسته راوړنه وبلله او څرگنده يې کړه، چې سوداگرو او موسسو سره يې له دې لارې د دوه سوه اويا مليونه افغانيو قراردادونه لاسليک کړل.