خبرونهسلايډ

لیکوال او فرهنگي شخصیت عبدالله ریان وفات شو (د اروښاد د ژوند په اړه مفصل راپور)

اروښاد عبدالله گل ریان له څو مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ څخه کړېده چې په پای کې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور کې خپل روح د حق داعي ته وسپاره ــ انالله وانا الیه راجعون.

تېره میاشت په کندهار کې د اروښاد ځوان زوی بشیراحمد ریان د پولیسو له لوري ونیول او له تعذیبه وروسته یې مړی د کندهار په یوه لرې پرته سیمه کې پیدا شو. د استاد ریان د ملگرو په وینا د ځوان زوی شهادت د استاد په روغتیایي حالت بده اغېزه وکړه چې په پای کې نن وفات شو.

زوکړه

عبدالله گل ریان د عبدالظاهر زوی په ۱۳۳۲ هجری لمریز کال کې د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د محمد نعیم په کلي کې دې فاني نړۍ ته سترگې پرانستي وې.

د استاد ریان زده‌کړې

عبدالله گل ریان په کال ۱۳۴۰ کې خپلی لمړني زده کړي دخپلي سیمي د سلطان ابراهیم په لمړني ښوونځي کې پیل کړې او په کال۱۳۴۵ کال کې یې په غزني کې د سلطان محمود غزنوي لیسې ته لار پیداکړه په کال ۱۳۵۱کې د لوړو نمرو په اخیستلو سره له همدې لیسې فارغ او د کانکور په ازموینه کې یې گډون وکړ چی دلوړو نمرو په تر لاسه کولوسره د کابل پوهنتون  د انجنیرۍ پوهنځۍ ته شامل شو.

ښاغلی ریان د انجنیری زده کړو ترڅنگ دینی زده کړې هم پیل کړې اوپه ۱۳۶۹ لمریز کال کې یې د ژورنالیزم د زده کړې په موخه د یوې میاشتې لپاره دمجاهدینو د جلا وطنه حکومت په وخت کي دامریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ.

ښاغلی ریان په ۱۳۵۷ لمریزکال د چنگاښ د میاشتې له ۹ نیټې د همدې کال د لړم دمیاشتې تر ۲۰ نېټې اود ۱۳۵۸ کال دغبرگلي له ۴ نیټي دمرغومي تر۲نېټې پورې د سیاسي فعالیتونو په تور بندی شو . په ۱۳۵۹ لمریز کال کی له هیواد څخه پاکستان ته په هجرت کولو اړشو او ورسره یی د افغان مجاهد ینو په رسمی څانگو کی دنده پیل کړه.

دندې

په هیواد کی د کمونستی نظام له نسکوریدو وروسته ښاغلی ریان د راستنیدونکو چارو وزارت او دافغاني سرې میاشتې په ټولنه کې یې دپلان درییس په توگه دنده پیل کړ. په کال ۱۳۷۴ کال کې په کابل کی د جگړه‌مارو د خپل منځي جگړو له کبله یي رسمي دنده پرېښوده او د غزني ولایت په نورالمدارس الفاروقی کې د ښوونکي په توگه دنده پیل کړه.

په ۱۳۷۵کال کی د کندهار پوهنتون دریس په توگه اودکابل پوهنتون د طب انستيتيوت درییس په توگه کار وکړ. همدا راز یي دبهرونیو چارو وزارت دڅلورم سیاسی ریاست په توگه هم دنده تر سره کړي ښاغلی عبدالله گل ریان په هیواد باندی له امریکا یی یرغل وروسته د دوهم ځل لپاره هجرت کولو ته اړشو.

ژبې

ښاغلی ریان په ښتو، پارسي، عربي، انگریزي او اردو ژبو روانې لیکنې او له همدغو ژبوڅخه علمی آثار ژباړلي وو.

د استاد اثار

  1. شمۀ ازشکنجه هاي مشهود درمحابس افغانستان ١٣٥۹
  2. مارکسستها چه کردند؟
  3. چي وموليدل، نو ومومنل
  4. اسلامي علمي نهضت
  5. نبوي ژوند. دوه ځله چاپ سو
  6. زرينه لړۍ .
  7. د ژوند راز اودخاطراتوجهان – اهتمام
  8. مسلمان ساينس پوهان
  9. څرنگه مطالعه وکړو؟
  10. څرنگه امتحان ورکړو؟ (له څرنگه مطالعه وکړو) سره يوځاى چاپ سوه.

ژباړې

  1. خورې مه ژاړه- له فارسي شعرڅخه-
  2. داخترونومسئلي . – له اردوڅخه-
  3. دجمعې دلمانځه مسائل . – له اردوڅخه-
  4. دمسجدونومسئلې – له اردوڅخه-
  5. دموزو مسئلې – له اردوڅخه-
  6. دماثوره خطبو ټولگه- له اردوڅخه-
  7. دشرک او بدعت مسئلې- له اردوڅخه-
  8. نن الله تعالى ناراضه دى – له اردوڅخه-
  9. دقرآن اولمانځه برکتونه- له اردوڅخه –
  10. دصهيونيزم دروغجنه ډرامه” هلوکاسټ” – له انگليسي څخه –
  11. په تصوف کښي څولارښووني.- له اردوڅخه –
  12. دغسل مسائل – له اردوڅخه –
  13. داوداسه مسائل . – له اردوڅخه-
  14. عقيده ،عبادت اوسلوک – له فارسي څخه ـ ١٣٨٨هـ ش-
  15. تحفة النکاح – فارسي ته – ١٣٨٨ هـ ش ـ
  16. مسائل عمره – له اردوڅخه –
  17. دميرمنو دحج مسائل – له اردوڅخه-
  18. مسائل ميت (له اردوڅخه)
  19. دسفرمسئلې(له اردوڅخه)
  20. آسانه لمونځ – له اردوڅخه-
  21. تصوف اوسلوک.- له اردوڅخه-
  22. سيرالقمروعيدالفطر.- له اردوڅخه- له مسلمان ساينس پوهانوسره يوځاى چاپ سوه.
  23. مسنوني دعاوي.
  24. دمور او پلار نافرماني- له فارسي څخه-
  25. دجنت ستاينه – له فارسي څخه-
  26. علاج باقرآن – فارسي ته-
  27. دگران نبي خوږې دعاگاني – له اردوڅخه-
  28. چاپ ته تيارکتابونه
  29. مسلمانه ميرمن – ليکنه-
  30. فلسطين دتاريخ په اوږدوکې – ليکنه-
  31. طالبان دافکاروپه تله کې- ليکنه –
  32. روح او روحيات( تاليف- ١٣٨٩ جدي) په آذان مجله کي يي دوي برخي خپري سوې.
  33. ليدلي نړۍ”جهانِ ديده” ژباړه
  34. دبري اوماتي لاملونه- سرطان ١٣٨٩هـ ش-غوراوى او ژباړه-
  35. ټوټه وړه ده خودسرو زرو تکړه ده- له اردوڅخه غوراوى او ژباړه-
  36. خلاف يا اختلاف – له عربي څخه-
  37. علوم القرآن .- له اردو څخه ژباړه ،١٣٨٨عقرب-
  38. دنيکمرغۍ لټون – ژباړه
  39. هغه خپروني چي لیکنی یی خپری کړی
  40. هدایت الاسلام جریده ،حرکت انقلاب اسلامي
  41. بشارت مجله ، حرکت انقلاب اسلامي
  42. ندای حق جریده ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
  43. بصیرت جریده ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
  44. خدام الفرقانمجله ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
  45. ندای حقجریده، مولوي عبدالستار صدیقي شخصي خپروله
  46. قلم مجله– ازاده،د داکترفاروق اعظم په مالي مرسته خپریدله
  47. قیام حق مجله،اوه گونی اتحاد
  48. حق پاڅون– اتحاد،استاذسیاف
  49. اتحاد جریده– اتحاد،استاذسیاف
  50. ارشاد ، دمجاهدینو موقت جلاوطنه حکومت
  51. صبح پیروزي ، دمجاهدینو موقت جلاوطنه حکومت
  52. محاذ مجله، اسلامي ملي محاذ
  53. محاذجریده، اسلامي ملي محاذ
  54. دمجاهدینوموقت جلاوطنه حکومت راډیو ته يي مضمونونه لیکل اوپه خپله يي لوستل.
  55. ب- په هیوادکي، داسلامي جمهوریت په مهال،۷۱- ۱۳۷۲هش
  56. دمهاجرینو دوزارت اړوند جریده،هجرت کاروان
  57. دمعارف دوزارت اړوند مجله، معارف
  58. دحج اواوقافو دوزارت اړوند مجله ،ارشاد
  59. دسري میاشتي اړوند مجله ،سره میاشت
  60. مجاهداخبار، دجمعیت اسلامي اړوند جریده
  61. نورالجرائدجریده، له نورالمدارس مدرسي څخه خپریدله
  62. داسلامي امارت په مهال- ۱۳۷۵- ۱۳۸۰هش:
  63. خلافت مجله- دطالبانو داسلامي تحریک مربوط
  64. کندهار مجله، داسلامي امارت مربوط
  65. طلوع افغان جریده ،داسلامي امارت مربوط
  66. انیس ورځپاڼه، داسلامي امارت مربوط
  67. هیواد ورځپاڼه ، داسلامي امارت مربوط
  68. داسلامي امارت په مهال يي کندهار شریعت غږراډیو ته مضامین لیکل او په خپله يي لوستل.
  69. د- ددوهم هجرت پ مهال- له ۱۳۸۱ تر …..
  70. عزم مجله – ازاده
  71. ۲۸- نوښت مجله- ازاده
  72. وقارمجله ،ازاده
  73. بزم قرآن مجله (ازاده) نبوي ژوند پکي مسلسل خپریده.
  74. څرک مجله ، ازاده
  75. دکرامت مجله ، په خپله يي موسس و
  76. ریان ویبپاڼه- نوموړي یي اساس کښیښود،یوکال خپورسو خو ستونزو ودراوو.
  77. توره بوړه مجله، ازاده
  78. اذان مجله ، ازاده- ۱۳۹۱ ه ش
  79. دنورولیکوالانو په (۱۹ټوکه) اثارويي سریزي ياتقریظونه هم لیکلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button