ننۍ نړۍ د تشویشونو او ندېښنو نړۍ ده. انسانان په منډه دي او غواړي چې ارامي تر لاسه کړي. د ارامۍ د ترلاسه کولو لپاره له گڼو اندېښنو سره مخ دي او خپل اوسنی ارامي د هوسا راتلونکي لپاره قرباني کوي په دې نه پوهېږي چې نن د تېر راتلونکی وو او سبا د نن ورځې راتلونکی دی.
لاندې لارې چارې مو اندېښنه له منځه وړي او ذهن مو نور کارونو کې مصروفوي:
- یو کاغذ واخلئ او څه احساس چې کوئ هغه له ځان سره ولیکئ؛
- په یوه نرم سربېږدي باندې سوک ووهئ؛
- د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، د عصابو د جوړښت، د زړه د دندې او د بدن د نورو برخو په اړه فکر وکړئ؛
- څه مو چې زړه غواړي تر سره شي هغه په خپل ذهن کې مجسم کړئ؛
- اوږد نفس واخلئ او دې کار ته همداسې دوام ورکړئ؛
- یوې ونې او یا یو حیوان ته فکر وکړئ چې څنگه په ارامئ سره خپل کار سرته رسوي؛
- گوتې موټي کړئ او بیا یې خلاص کړئ او دې کار ته همداسې دوام ورکړئ؛
- ترنم او ارام اواز ته غوږ شئ.