د سوريې کردانو فدراسيون اعلان کړ
د سوريې هېواد د کردمېشتو هغه سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، د فدراسيون اعلان وکړ.
رويترز خبري آژانس راپور ورکوي چې د سوريې کردانو په هغو سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، فدراسيون اعلان کړ. سرچينه زياتوي چې د دوی دغه اعلان يو اړخيز او د سوريې حکومت له موافقې پرته دی.
د سوريې د کردانو تر ولکې لاندې د درېو سيمو استازو او سياسي فعالانو د ياد اعلان په غونډه کې برخه اخيستې وه. دوی په يو اړخيز شکل وويل چې د سوريې شمال د کردانو د فدراسيون برخه ده.
له دغه اعلان سره د ترکيې حکومت او د سوريې بشار الاسد غبرګونونه ښکاره کړي دي. دوی د هر ډول يو اړخيز اقدام په اړه دوی ته ګوتڅنډنه کړې. بشار الاسد ويلي دي چې د دوی اعلان هېڅ سياسي يا قانوني اغېز نه لري.
کردان په سوريه، ترکيه او عراق کې په مختلفو سيمو کې مېشت دي او په دغو سيمو کې د مستقل دولت لرلو خيال لري. په عراق کې د تېرو حالاتو په پايله کې دوی عملا خپله مستقله خاوره لري، خو د دولت اعلان يې نه دی کړی. د اوسني فدراسيون اعلان د دوی د راتلونکي دولت له پاره يوه مقدمه بلل کېدای شي.