خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

نيويارک ټايمز: فرانسه کې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د فرانسې له پارلمانه غوښتي، چې د مسلمانانو پر ضد د مخ پر زياتېدونکي تاوتريخوالي مخه ونيسي او د امنيتي تدابيرو په نوم د هغو قوانينو تصويب په اړه جدي و اوسي، چې چارواکي يې د تېر کال بريدونو په اړه د مسلمانانو پر ضد نافذول غواړي.
نيويارک ټايمز په خپله نننۍ سرمقاله کې ليکلي، چې د فرانسې ولسمشر فرانسو هولاند پارلمان ته داسې غير ضروري قوانين وړاندې کړي، چې د مدني او ديني ازادۍ ضد دي او که دغه قوانين تصويب شي، نو چارواکي به يې د مسلمانانو پر ضد په ناوړه توگه کاروي او دا کړنې به د فرانسې امنيت کې هېڅ ښه والی رانه ولي.
د ورځپاڼې په وينا د فرانسې ولسمشر سره داسې قوانين شته، چې له مخې يې دی امنيتي گواښونو سره مقابله کولای شي او د ولسمشرۍ په لومړيو کې يې په دې خبرو اعتراف هم کړی او زياته کړې يې وه، چې فرانسه هېڅکله دې ته اړتيا نه لري، چې د بېړنيو حالاتو غځولو ته دې اړ شي.
نيويارک ټايمز زياتوي، چې فرانسو هولاند په لوی لاس ځان لپاره لار اوږدوي، له دې لارې غواړي، خپل حکومت ته کارونه اسانه کړي او اوس د پارلمان په واسطه غواړي، چې دوه گوني تابيعت لرونکي له فرانسې وشړي او د دې لپاره يې اساسي قانون کې د بدلون پرېکړه کړې ده.
د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی
نيويارک ټايمز ليکلي، چې د فرانسو هولانډ له لوري د پارلمان په واسطه اساسي قانون کې د تعديل موخه د مسلمانانو ټکول دي، چې دوه گوني تابعيتونه لري او ځينې يې فرانسه کې زېږېدلي دي.
د نيويارک ټايمز په وينا پخواني ولسمشر نيوکولا سرکوزي ۲۰۱۰م کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د دغه ډول بدلون پرېکړه کړې وه، چې د هولانډ په گډون ډېری چپايانو يې مخالفت کړی و.
هغه مهال اعتراض کوونکو ويلي و، چې دا گام د ديموکراسۍ ضد دی؛ ځکه چې د ديموکراسۍ له مخې د هېواد ټول اتباع مساوي حقونه لري.
سرمقاله زياتوي، چې د تېر کال نومبر پر ديارلسمه، چې ولسمشر هولانډ هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ، له هغې تر اوسه امنيتي ځواکونو د خلکو پر کوورونو له ۲۷۰۰ زياتې چاپې وهلي، چې گټه يې د نشت برابر ده او د خلکو ژوند يې ور تريخ کړی دی.
«ډېری دغه ډول عمليات او چاپې د مسلمانانو پر کورونو شوي او دا کار تر ډېره د مسلمانانو پر ضد د کرکې او نفرت بوی له ځان سره لري.»
نيويارک ټايمز فرانسه کې د مسلمانانو اتحاديې د مشر له قوله ليکلي فرانسه دوی سره داسې چلند کوي، لکه دوی چې د نظام دوښمنان وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button