د م.م امنیت شورا تهران کې د سعودي پر سفارت بريد وغانده
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په تهران کې د سعودي پر سفارت د لاریونوالو برید وغانده. لاریونکوونکو د شیعهعالم نمر النمر د اعدام پر غبرگون په تهران کې د سعودي سفارت او په مشهد کې د دې هېواد کونسلگرۍ ته اور ورته کړ. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د ایران حکومت په دې تورن کړ چې گواکي دوی له لاریونکوونکو سره لاس درلود.
د ملگرو ملتونو له لورې په خپره شوې بیانیه کې د شیخ نمر النمر اعدام ته اشاره نه ده شوې، دوی یوازې له ایران څخه غوښتنه کړې چې په تهران او نورو ښارونو کې د سفارتونو او کونسلگریو ساتنه وکړي.
غلام علي خوشرو په ملگرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته د لیک له لارې خپله پښېماني ښکاره کړې او ژمنه یې کړې چې ایران به بریدګرو ته سزا ورکوي.
د ملگرو ملتونو په دې بیانیه کې راغلي دي چې د امنیت شورا غړي په کلکو ټکو سره د سعودي پر سفارت او کونسلگرۍ وروستي بریدونه غندي. بیاني همد راز زیاته کړې ده چې ایراني چارواکي باید د ډیپلوماتیکو او کونسلې ځایونو امنیت ته پاملرنه وکړي. شورا همدارنگه له دواړو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د پېښې د حل لپاره گامونه اوچت کړي او د خبرو اترو پر مېز سره کېني.
سعودي تر دې دمه د شیخ نمر په گډون د ۴۶ تنو د اعدام له کړنې څخه دفاع کوي او وایي چې دغه کسان د محکمې د حکم په غوښتنه اعدام شوي دي. سعودي چارواکي وایي چې اعدام شوي کسان د ترهگرۍ، فتنې او نافرمانۍ په جرم اعدام شوي دي.