خبرونه
تېره شپه کابل کې توغندی لگېدلی

تېره شپه د کابل په پولي باغ عمومي سیمه کې یو توغندی لگېدلی وو چې له امله یې کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې. توغندی په داسې حال کې لگېدلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه نااعلان شوی سفر کابل راغلی وو.
د ۱۰۱ اسمايي زون د جرمونو مشر جنرال فریدون عبیدي رسنیو ته ویلي چې توغندی له یوه ناڅرگندې سیمې څخه توغول شوی او د پول باغ عمومي په سیمه کې لگېدلی دی چې کومه مرگ ژوبله له ځان سره نه لري.
تېره شپه د جان کیري له راتگ سره د کابل په ټولو برخو کې کلک امنیتي حالت نیول شوی وو.