خبرونهسلايډ

ترکي کمپنۍ د کجکي بند دویمه برخه جوړوي

 

د ترکیې یوې کمپنۍ نن د میزان په لسمه د افغانستان د اوبو او نرژۍ له وزارت سره د کجکي د بند د دویمې د برخې د جوړولو تړون لاسلیک کړ. د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني نن د تړون د لاسلیکولو په غونډه کې وویل چې د کجکي د دویمې برخې له جوړولو وروسته به دا بند سل میگاواته اضافي برېښنا تولید کړي.

عثماني همدارنگه زیاته کړه چې د دې برخې له جوړولو وروسته به دا بند تر ۲.۳۴ ملیارده متر مکعبه اوبه په خپلې کاسې کې ذخیره کړي. د عثماني په وینا د دې برخې له جوړېدو سره به دا بند وکولای شي چې سل زره هکتاره کرهنیزه ځمکه خړوبه کړي. عثماني دغه راز زیاته کړه چې د کجکي بند جوړېدل د افغانستان د زیربناوو له اساستو څخه شمېرل کېږي.

عثماني وايي چې ټول افغانستان ته د برېښنا رسول له څلورو تر پنځو ملیارده ډالرو پورې پانگې ته اړتیا لري. عثماني له بهرنیو شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په انرژۍ برخه کې پانگونه وکړي د هغه په وینا دا برخه په راتلونکي کې ډېر عاید لري او دغه کمپنۍ کولای شي چې ترې ډېره گټه تر لاسه کړي.

د کجکي د بند د جوړولو کار په ۱۳۳۲ کال کې پیل شوی وو چې لومړی توربین په ۱۳۵۱ او دویم توربین په ۱۳۵۳ کال کې نصب شول او دریم څو کاله وړاندې امریکایانو د پنځه زره سرتېرو په ځای پر ځای کولو سره نصب کړ چې موده وروسته يې بیا کار پرېښود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button