
گارډین ورځپاڼې خبر ورکړی چې په هلمند کې د امریکايي سرتېرو په کاروان باندې د سړک د غاړې بم چاودنې له کبله یو تن امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.روانه اوونۍ شاوخوا سل تنه امریکايي پوځیان د هلمند د امنیت ساتلو لپاره دې ولایت ته استول شوي دي.
امریکايي سرتېري وروسته له دې هلمند کې ځای پر ځای شول چې افغان لوړپوړو چارواکو خبر ورکړ چې د هلمند شاوخوا ۸۰٪ خاوره د طالبانو تر کنترول لاندې دی.
په نني برید کې پنځه تنه افغان پولیس هم ټپیان شوي دي.