خبرونه
د ننگرهار په نازیانو کې چاودنه شوې

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د ننگرهار په نازیانو ولسوالۍ کې پر یو موټر چاودنه شوې. د ننگرهار ولایت ویاند عطأ الله خوگیاڼي د پېښې پخلی کړی او ویلي چې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ته ټپي شوی دی.
عطا الله خوگیاڼی د پېښې پړه پر طالبانو اچوي خو د طالبانو له لوري د پېښې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.