خبرونه
افغانانو تېر کال څلور ملیارده ډالر رشوت ورکړی
د رونټیا نړیوالې ادارې نن (چهارشنبې) ورځ اعلان کړې چې تېر کال افغانانو څلور ملیارده ډالر رشوت ورکړی دی. د دې ادارې د اسیا د برخې مشر «سریراک پلیپاټ» رسنیو ته وویل چې زموږ د راپور له مخې ډېر رشوت بې وزلو افغانانو ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان بې وزله دي.
د دې راپور له مخې د افغان حکومت په مقننه او قضایه برخو کې ډېر رشوت اخیستل شوی دی. د دې دواړو قوو تر څنگ په دې راپور کې د تفتیش عالي اداره، انتخاباتو کمیسون او د قانون د تنفیذ ادارې هم شامل دي.
تر دې مخکې د رونټیا نړیوالې ادارې افغانستان د نړۍ درییم مفسد حکومت بللی وو. حکومتي چارواکي د دې راپور له ډېرو برخو سره موافق دي.