
د هلمند خانشین ولسوالۍ چې په تېره کې د دولت او طالبانو تر منځ په کې کلکې نښتې شوي، تېره شپه طالبانو په نوموړې ولسوالۍ حمله کړې چې وروسته د څلورو ساعتو جګړې د دولت امنېتي ځواکونه په شا شوي او ولسوالۍ طالبانو نیولې.
د هلمند ولایت چارواکو رسنېو ته ویلي چې په نښته کې د ولسوالۍ امنیه قومندا عبدالروف له ووه تنو سرتېرو سره ټپي شوی، خو د ټپیانو روغتیایې حالت د اندېښنې وړ نه دی.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د خانشین ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې خو د طالبانو د مرګ ژوبلې یې څه نه دي ویلي.
د هلمند ولایت امنیتي چارواکو د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې موږ د ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پېل کړي او ډير ژر به ولسوالۍ ونیسو.