د کرکيټ په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې افغانستان زمبابوې ته په ۵۹ منډو بې ساري تاريخي ماتې ورکړه او افغانستان د دغو سياليو دويم پړاو ته ومنل شو.
نړيوالو شل اوريزو سياليو کې لسو لوبوډلو گډون درلود او افغانستان به له دې وروسته په لومړي گروپ کې سريلانکا، سويلي افريقا، انگلستان او ويسټنډيز او دويم گروي کې هند، استراليا، نوي زيلينډ او پاکستان سره لوبه کوي.
دغه لوبه د هند ناگپور ايالت کې وشوه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وگټله، توپ وهنې د خپلو مينه والو زړونه وگټل. محمد نبي تر ټولو زياته منډې جوړې کړې او د ۵۲ منډو په جوړو د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. ورپسې سميع شينواری ۴۳ او شهزاد محمدي ۴۰ منډې جوړې کړې.
سره له دې، چې د زمبابوې لوبډله د کرکيټ نړيوال فيدراسيون دايمي غړيتوب لري، مگر په رينکنگ کې له افغانستانه دوه درجې شاته دی.