خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
وسلوالو د حلب ښار کلابندي ماته کړه

د سوریې حلب ښار له تېرو راهېسې د حکومت له لورې کلابند وو، له تېرو دوو ورځو نښتو وروسته وسلوالو وکولی شول چې د ښار کلابندي ماته کړي.
جبهة النصرة چې له تېرو پنځ کلو یې په سریه کې فعالیت درلود او د القاعدې تنظم پورې نښته ډله وه، تېره اونۍ یې له القاعدې څخه خپل پرېکون اعلان کړ او د جبهة فتح الشام په نامه یې ازاد تنظیم اعلان وکړ.
د سوریې دولت او جبهة فتح الشام تر منځ څو ورځې راهیسې په حلب ښار کې جګړه روانه وه چې نن یې د حلب ښار جګړه پای ته ورسېده او د دولت کلابندي ماته شوه.
د حلب ښار اوسېدونکي د کلابندۍ له وجې له تېرو راهیسې د ډيرو شیانو بې برخې ول.