افغانستانخبرونه

د ولسمشر د حقوقي سلاکار دنده وځنډول شوه

ولسمشر اشرف غني د نوي فرمان په ترڅ کې د خپل حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي دنده وځنډوله.
د عبدالعلي محمدي د دندې ځنډولو فرمان کې ولسمشر د کابل بانک د قرضدار خليل الله فيروزي او نوي ښار ګوټي جوړولو د پروسې د څېړلو امر هم کړی دی.
فرمان کې راغلي، چې فساد سره د مبارزې ادارې مشر سيد غلام حسين په مشرۍ بايد يو کميسیون وټاکل شي او دغه کميسيون بايد د کابل بانک له قرضدرانو د پيسو اخيستو او د ښار جوړونې قرارداد کې د عبدالعلي محمدي د مداخلې په اړه ولسمشر ته خپل کره معلومات ورکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپاره شوي فرمان کې له اړوندو ادارو غوښتنه شوې، چې نوي ټاکل شوي کميسيون سره بشپړه همکاري وکړي.
خيل الله فيروزي، چې د لسګونو ميليونو ډالرو د اختلاس په تور په لسو کالو بند محکوم و، د ښار جوړونې وزارت له لوري د نوي ښار ګوټي د بنسټ ډبرې د پرانستو مراسمو کې د ګډون پر مهال يې ياد وزارت سره د نهه سوو مليونه ډالرو قرارداد هم لاسليک کړ.
د يادونې وړ ده، چې خليل الله فيروزي د کابل استيناف محکمې د ۱۳۷ ميلیونه ډالرو د اختلاس له امله د ۵۹ ميليونه ډالرو په بانکي جريمه او د اختلاس شوو پيسو په اندازه نغد جريمه او په لسو کالو بند محکوم شوی و.
محکمې همدارنګه امر کړی، چې د خليل الله فيروزي تر څنګ بايد د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او مارشال فهيم ورور حسين فهيم ټوله شتمني هم کنګل شي. چارواکو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی کړی.
ويل کيږي، چې خليل الله فيروزي د ولسمشر د حقوقي سلاکار په مرسته راخوشې شوی او د چين له لوري د نوي ښارګوټي قرارد ورکړل شوی دی.
ولسمشر وروسته له هغې فيروزي سره د شوي قرارداد مخالفت وکړ، چې ټولنيزو رسنيو کې پرې توندې نيوکې وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button