خبرونهسلايډ

پاکستان ناراجستر شوي افغان کډوال ثبتوي

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ژمنه کړې چې ناراجستر شوي افغان کډوال به له پاکستان سره رسما ثبت‌نام شي او دوی به د نورو افغان کډوالو په څېر پاکستان کې د قانوني ژوند کولو حق ولري.

دا ژمنه د پاکستان د کډوالو وزیر عبدالقادر بلوچ له خپل افغان سیال سید حسین عالمي سره وکړه. سید حسین عالمي د افغان کډوالو د بې موجبه زورولو په اړه هم له عبدالقادر بلوچ سره هوکړې ته رسېدلی دی.

بلوچ د افغان کډوالو د زورولو په اړه وویل: «کوم افغان کډوال چې له دې وروسته ثبت‌نام کېږي نو پاکستان کې د قانوني پاتې کېدو حق لري هغوی به کله هم د پولیسو له لوري نه زورول کېږي».

تر دې دمه په پاکستان کې یونیم ملیون افغان کډوال ثبت او د قانوني اوسېدو حق لري او پاتې نور یو ملیون افغانان د اسنادو پرته ژوند کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button