اردګان په ترکیه کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان تېر شپه په یوه خبري غونډه کې په ترکېه کې درې میاشتي اضطراري حالت اعلان کړ.
ښاغلي اردوګان وويل چې د اضطرار حالت اعلان به ترکیه کې یو مثبت بدلون راوړي او زياته يې کړه چې د ترکیې خلک دې د ډموکراسي او دقانون د حاکمیت په اړه اندېښنه نه کوي، اضطراري حالت به د ډموکراسۍ او د قانون د حاکمیت حفاظت وکړي.
ولسمشر اردګان له خپلو خلکو مننه وکړه او وې وویل چې ترکیه به هیڅ کله د خپلو قربانیانو وینې حیرې نه کړي.
ولسمشر دا خبرې تېره ورځ په انکره کې د ملي امنیت شورا او کابینې په غونډه کې وکړی او په بهرنیو هېوادونو یې غږ وکړ چې ترکیه هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې بهرني هېوادونه لاسوهنه وکړي.
اردګان په خپلو ویناو کې وویل:« زموږ د پلټنې لړۍ به تر هغې روانه وي تر څو چې ترکیه له کودتاچیانو وژغورو، فتح الله ګولن او د هغه په څېر نور له هېواده بهر ملي ګټو ته خائینین به ژر د قانون منګولو ته وسپارو.»
تر اوسه په ترکيه کې ۵۰ زره دولتي مامورین له دندو ګوښه شوي.