د فراه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د امنیت مدیر او یو قاضي د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
په فراه ولایت کې خلک او دولتي منابع وایي، دغه پېښې تیره شپه او ورځ کې رامنځته شوي دي. د فراه ولایت د قومندانې امر محمد غوث مالیارپه خپلو خبرو کې وایي، لومړۍ پېښه هغه وخت وشوه، کله چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د امنیت مدير له خپل یو ساتونکي سره، په یاده ولسوالۍ کې د خپل کور په لوري روان و، د طالبانو لخوا ونیول شو. هغه وایي، طالبانو …د دغو دواړو مړو جسدونه د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ د (دیوارسرخ) په سیمه کې په دار زړولي دي.
نوموړی د دویمې پېښې په اړه وایي، چې قاضي شمس الدین په اصل کې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په فراه ولایت کې یي د قضاء دنده په غاړه وه، کله چې قاضي شمس الدین له خپل کور نه د خپلې دندې په لور روان وه، د طالبانو لخوا په لاره کې ښکته کړل شوی. دغه قاضي هم د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ د (دیوار سرخ) په سیمه کې په دار زړول شوی.
د فراه ولایت د ولایتي شورا مشر د دغې پېښې پخلی کړی. دیوارسرخ سیمه د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې موقعیت لري، ډېره خطرناکه سیمه ده، چې کاملاد دولت له واکه وتلې. په دغه سېمه کې هر ډول پرېکړې د طالبانو په خوښه کېږي، یواځې د فراه ولایت نده چې طالبان په کې حکومت کوي بلکې د هېواد په زیاته خاوره د طالبانو فیصلې کېږي.