افغانستان
لغمان کې چاودنې څلور تنه وژلي
د لغمان مرکز مهترلام کې د چاودنې په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي.
پېښه نن د جمعې له لمانځه وړاندې شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک رسنيو ته ويلي، د مرکز مهترلام اړوند عمرزيو سيمه کې پر سيمهييزو پوليسو د سړک د غاړې بم چاودنه وشوه، چې له امله يې درې سيمهييز پوليس او يو عام وگړی ووژل شول.
نوموړی وايي، پوليس پلي په ياده سيمه کې روان وو، چې د چاودنې ښکار شول.
د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.