د کابل د کلکان ولسوالۍ بازار کې د پوليسو يوه تېز رفتار رېنجر د څارويو پر يوه رمه ورغلی، چې له امله يې ديارلس څاروي (گډې بيزې) وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
پېښه د کابل – پروان پر لويه لار د کلکان ولسوالۍ بازار کې رامنځته شوې ده. عيني شاهدان وايي، د رېنجر سرعت له حده ډېر و، چې له امله يې د يوې رمې پينځه ويشت څاروي مړه او ژوبل شول.
د پوليسو دغه رېنجر د کابل د دريمې امنيتي حوزې اړوند دی. د پېښې ليدونکي وايي، پوليسو د څارويو له وهلو وروسته له سيمې پښې سپکې کړې او هر څه يې پر ځای پرېښودل.
د کلکان چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې رېنجر موټر د کابل د اوولسمې امنيتي حوزې اړوند دی. د کلکان ولسوال رحمت الله فقير زاده رسنيو ته ويلي، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، څو د رېنجر چلوونکی تن معلوم کړي.
معلومه نه ده، چې د څارويو دغه رمه د چا وه او له پېښې وروسته يې مرسته شوې، که نه، خو په ډېری ورته پېښو کې تاوان د پېښو د قربانيانو په برخه وي.
دا لومړۍ ځل نه دی، چې د پوليسو له لوري داسې يو کار کېږي، د پوليسو او د اردو د عسکرو د رېنجرو له بې حده تېز رفتاره د گڼو ولايتونو اوسېدونکي سر ټکوي، خو دولت لا د دې کار د مخنيوي لپاره گامونه نه دي پورته کړي.