افغانستانسلايډ

ناوې ولسوالۍ سقوط کړی او امنيه قوماندان وژل شوی

وسله والو طالبانو نن د هلمند ناوه ولسوالۍ په بشپړ ډول نيولې ده او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان د جگړې په ترڅ کې وژل شوی دی.

امنيتي سرچينو له هلمنده کابل نيوز سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو تېره شپه د ناوې پر مرکز بريدونه وکړل او سهار څلور بجې وتوانېدل چې د ولسوالۍ مرکز او امنيه قوماندانۍ ونيسي.

سرچينې وايي، چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان احمد شاه سالم هم له يو شمېر پوليسو سره وژل شوی دی.

د هلمند چارواکي وایي، د ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره يې شاوخوا کې کمانډو سرتېري اچولي دي، خو مرکز لا هم د طالبانو په ولکه کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره شپه مرکز لښکرگاه کې هم اته امنيتي پوستې نيولې دي او گڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده. د هلمند د ولايتي شورا غړي وایي، چې د لښکرگاه ښار ځينې برخې دا مهال د طالبانو ولکه کې دي او هغوی ورځ له بلې د مرکز لور ته ورنږدې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button