د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال خبر ورکړی دی، چې د حزب اسلامي او افغان دولت تر منځ د سولې پرېکړهليک به د راتلونکې اوونۍ تر پايه لاسليک شي.
ښاغلي عبد الخبير اوچقون رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې د موافقتنامې ټولې تخنيکې ستونزې اوارې شوې دي او په نږدې ورځو کې به چمتو شوی سند لاسليک شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ورځو کې انتظار کېده، چې دغه لاسليک وشي.
د حزب اسلامي او ملي يووالي حکومت تر منځ د سولې خبرې له نږدې پنځو مياشتو وړاندې پيل شوې او ويل کېږي، چې دواړو لوريو د پينځه ويشتو مادو پر يوه پرېکړهليک هوکړه کړې ده، خو د دې پرېکړهليک جزيات لا هم خلکو ته نه دي څرگند شوي. ولسمشر غني پخوا بيا بيا ويلي دي چې د سولې د خبرو پر مهال به د افغانستان اساسي قانون مات نه کړل شي. همدا راز د حزب اسلامي په اړه ويل کېږي، چې له خپلو ځينو لويو غوښتنو تېر شوی دی، چې په هغې کې يوه هم له هېواد د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه ده.
حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنير امين کريم څو ورځې وړاندې رسنيو ته څرگنده کړه، چې د دوی له لوري هر څه پای ته رسېدلي دي او هوکړه لاسليک ته چمتو ده، خو ستونزه د حکومت دننه ده، چې له امله يې دغه لاسليک ځنډېږي.
د ځينو راپورونو له مخې ويل کېږي، چې د جمعيت اسلامي گوند د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو مخالفت کوی. دغه گوند په نوييمو کلونو کې د واک پر سر له حزب اسلامي سره جنگونه کړي دي. خو وروسته د لوی اختر پر ورځ د جمعيت اجرايوي رييس عطا محمد نور يوه غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې د سولې د دغو خبرو ملاتړ کوي.