د ۱۱سپتمبر بريدونو د څېړنې پټې پاڼې: ډېری گمانونه باوري نه دي
د يوولسم سپټمبر بريدونو د څېړنې د کمېټې د راپور پټې پاڼې چې امريکایي کانگرس پرون خپرې کړې، ښيي چې هغه معلومات چې څېړونکي پلاوي څېړلي، تر اوسه هم د شک ښکار دي او په مستقل ډول يې پخلی نه دی شوی. په دې کې د (FBI)، (CIA) او د امريکا د ملی امنيت ادارې د غړو گواهيانې او سندونه شامل دي.
د بېلگې په توگه د راپور په يو سل شلم مخ کې ويل شوی: «چې د سپتمبر په يوولسمه کله چې بريدگر په بريد بوخت وو، له داسې خلکو سره اړيکه کې وو، يا يې ترې ملاتړ ترلاسه کړی، چې شونې ده د سعودي له حکومت سره تړلي وي. دغه راز اېف بي ايې د ځينو سرچينو له خولې ليکلي، چې داسې معلومات شته، چې په دوی کې لږ تر لږه دوه کسان ممکن د سعودي د استخباراتو غړي وي».
راپور په همدې مخ کې زیاتوي، چې د استخباراتو بېلا بېلې ادارې داسې معلومات لري، چې «شايد امريکا کې د سعودي مسوولين له القاعده يا کومې بلې ترهگرې ډلې سره اړيکه ولري، خو دا معلومات لا هم شکمن دي او په مستقل ډول يې پخلی نه دی شوی».
د پېښې څېړونکې کمېټې په ورپسې مخ کې څرگنده کړې ده، چې «د (FBI) او (CIA) په اسنادو کې د ورکړل شويو معلوماتو د باوريتوب په اړه هيڅ پايلې ته نه دي رسېدلي او د کمېټې دنده دا نه وه، چې د سعودي د هرې شکمنې اړيکې په اړه پوره پلټنه وکړي».
د يادونې ده، چې د نړۍ نورو هېوادونو کې د جگړو او د «ترهگرو ډلو» په اړه د امريکا ډېری راپورونه ناسم بلل کېږي، چې د شنونکو په اند امريکا غواړي په داسې راپورونو يوازې خپلې موخې ترلاسه کړي. څو ورځې وړاندې سپينې ماڼۍ هغه راپور خپور کړ، چې له ۲۰۰۹ راهيسې يې د ډرون بريدونو ملکي قربانيان يوازې يو سل شپاړلس تنه ښودلي وو. د امريکا دننه گڼو سياستوالو او حقوقي ادارو دغه راپور په کلکه رد کړ او امريکا يې په دغو بريدونو کې له قانونه په سرغړونه تورنه کړه.