پاکستاني نظامي چارواکي په دې نظر دي چې امریکایانو په نظامي برخه کې افغانستان کې ماتې خوړلې ده. د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلار جنرال ناصر خان جنجوا له امریکا غږ رادیو سره په مرکې کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او له امله په نورو تور پورې کوې چې افغانستان کې د طالبانو مرسته کوي.
جنرال ناصر خان دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې امریکايي چارواکو ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې د جگړې ملاتړې کوي.
امریکا چارواکي په دې نظر دي چې پاکستان د طالبانو د مشرانو ملاتړې کوي.
تېره اوونۍ د امریکا د مشرانو جرگې له پاکستان سره د الوتکو په اخیستلو کې له مالي مرستې نه ډه ډه وکړه. د امریکايي سناتورانو دلیل دا وو چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو جگړې ملاتړې کوي.