خبرونه
د جمعې په ورځ به افغان ملي بیرغ نیم ځوړند وي

ولسمشر اشرف غني دستور ورکړی چې د جمعې په ورځ به د افغانستان بیرغ د کابل ځانمرگي برید د قربانیانو د غمرازۍ او احترام لپاره به د هېواد په دننه او بهر کې نیم ځوړند وي.
د ارگ خبري رسنۍ په اساس ولسمشر دا دستور ځکه ورکړی چې د ځانمرگي برید د پېښې له امله وژل شوو او ټپیانو د احترام لپاره نیم ځوړند پاتې شي.
ولسمشر همدارنگه د کابل او ټول هېواد له امامانو څخه غوښتنه کړې چې د جمعې لمانځه وروسته به د دې پېښې ټولو قربانیانو ته دعا او د قرانکریم ختم وکړي.
په کابل کې د سېشنبې ورځې ځانمرگي له امله ۶۴ تنه مړه او ۳۲۷ نور ټپیان دي.