د طالبانو نوي مشر مولوي هبت الله د لومړي ځل لپاره اختریز پیغام ورکړ. د نوي طالب مشر له پیغام څخه ښکاري چې په جگړې ډېر ټینگار کوي او زیاتوي چې د پخوانیو مشرانو په لار به ځي او د هغوی اصول به نه ماتوي. مولوي هبت الله په ځانگړي ډول یاده کړې چې پر هغو خلکو او اشخاصو به اعتماد کوي په کومو چې ملا اختر محمد منصور اعتماد او باور درلود او د هغه له کارنامو څخه یې یادونه کړې چې د خپل د ژوند په قیمت یې د امارت ارزښتونه او اصول وژغورل.
تر دې مخکې کلونو کې د طالبانو په دریځ کې څه نرموالی راغلی وو خو د ملا منصور له وژل کېدو او د مولوي هبت الله له راتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان پر جگړې ټینگار کوي.
مولوي هبت الله همدراز زیاته کړې چې د واک پر انحصار کوښښ نه کوي او په افغانستان کې ټولو اقوامو او سیاسي ډلو ته اړتیا لري او د اسلامي نظام د بشپړتیا لپاره یې اړین بللي دي.
پیغام زیاتوي چې افغانان به تر هغې پورې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي تر څو د دوی هېواد د پردیو له لوري «اشغال» وي. د طالبانو نوي مشر له امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې نور خپل نظامي شتون پای ته ورسوي.
نوی طالب مشر وايي چې له دواړو سیاسي او نظامي لارو کار اخلي او زیاته کړې یې ده چې د دوی د سیاسي مبارزې مسولیت یوازې له قطر دفتر سره خوندي دی.
مولوي هبت الله همدارنگه په جگړې ټینگار کوي او دا پیغام یې وروسته له هغې ورکړ چې طالبانو تېره ورځ د پولیسو پر کاروان د کابل په کمپنۍ کې برید وکړ چې له امله یې شاوخوا دېرش پولس ووژل شول.
مولوي هبت الله همدارنگه گاونډیو هېوادونو ته پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایانو شتون د افغانستان او د سیمې د هېوادنو گټې له خطر سره مخ کړي دي او له دوی څخه یې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره خپل غږ یو کړي او یا دې داسې کړنې ونه کړي چې د امریکایانو د اوږد شتون لامل شي.