د افغانستان گاونډي تاجکستان په کندز او بدخشان ولايتونو کې خپلې کونسلگرۍ تړلې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دې خبرې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، دغه کونسلگرۍ د «لنډې مودې لپاره تړل شوې دي». د بهرنیو چارو وزارت وياند شکېب مستغني رسنيو ته ويلي، کندز او بدخشان کې د تاجکستان د کونسلگريو تړل کېدو خبر کابل کې د دې هيواد سفارت دوی ته ورکړی دی. نوموړی وايي، سفارت ورته په دې اړه يو مکتوب استولی دی.
تاجکستان د دې کار لامل خراب امنيتي حالت ښودلی دی. کندز چې څه موده مخکې د طالبانو له لوري نيول شوی و، يو وار بيا يې چارواکي د سقوط وېره څرگندوي او له دولته د پاملرنې غوښتنه کوي. همدا راز بدخشان د طالبانو د پرلهپسې بريدونو لاندې دی، چې له امله يې څو ځلې د ولايت بېلابېلې ولسوالۍ د طالبانو له لوري ونيول شوې.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وایي، دغه کونسلگرۍ به د لنډې مودې لپاره تړل شوې وي او کله چې امنيتي حالت سم شي، بېرته به فعالې شي. خو دا معلومه نه ده، چې په دې ولايتونو کې به امنيتي وضعه کله سمېږي، په داسې حال کې چې په دې او نورو ولايتونو کې جگړې ورځ له بلې زور اخلي.
تاجکستان خپلې کونسلگرۍ په داسې وخت کې تړي، چې په تېرو ورځو کې په مزار شريف او ننگرهار ولايتونو کې د هند او پاکستان پر کونسلگريو بريدونه شوي دي.