ټکنالوجيسلايډ

يوه برطانوي د ۳۰۰کلنې رياضيکي ستونزې په حلولو ۷۲۰۰۰۰ ډالر وګټل

۶۲ کلن برطانوي ساينسپوه سر انډريو  وايلز د يوې رياضيکي فارمولې د حلولو له امله ادل جايزه ترلاسه کړه. دغه جايزه انډريو ته د ساينس او ليکونو نارويجي اکاډمۍ له لورې ورکړل شوه.

ياد ساينسپوه پر “Fermat’s Last Theorem.” فارمولې شل کار کار او څېړنه کړې وه چي له امله يې درې سوه کلنه ستونزه حل کړه. د دغې سترې لاسته راوړنې له کبله هغه ته ادل جایزه ورکړل شوه. ادل جايزه په رياضي کې د نوبل جايزې په څېر ده.

ده ګارډين برطانوي ورځپاڼې سره په خبرو کې انډريو وويل چې دغې ستونزې مې توجه جلبه کړه، دا په رياضي کې تر ټولو مشهوره ستونزه وه. هغه وايي جالبه دا ده چې ما په لس کلنۍ کې د دغې ستونزې ځينې برخې حل کړې وې. هغه خپل ټول ماشومتوب کې پر دغې فارمولې کار کړی و، لومړی يې ګومان کاوه چې حل کړې يې ده، خو وروسته يوه ستونزه په کې پيدا شوې وه.

ياد ساينسپوه په ۱۹۹۳م کال کې په لومړي وار دغه رياضيکي ستونزه حل کړه، خو په ۱۹۹۴م کال کې په کې يوه ستونزه رامنځ ته شوه. د خوشالۍ او شرف تر څنګ، دغه جايزه ۷۲۰۰۰۰ ډالر هم له ځان سره لري.

ياده رياضيکي ستونزه د Pierre de Fermat له لورې په ۱۶۳۷م کال کې وړاندې شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button