د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل پر کورنيو چارو وزارت نيوکه کړې ده، چې خلکو ته دندې او ترفيع د خپلولۍ او اړيکو پر اساس ورکول کېږي. نوموړي ويلي دي «چارواکي د تنظيمي او سياسي اړيکو او د پيسو بدل کې کسان پر دندو گماري او ترفيع ورکوي».
جنرال امرخېل دا نيوکې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر غني تېره ورځ دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې ورکړې او پلازمېنه او ولايتونو کې يې لسگونه نور نظامي کسانو ته مډالونه ورکړل.
جنرال امرخېل وايي: «زه د هغو کسانو له ډلې يم، چې دې پنځلسو کلونو کې يې د ترفيع مخ نه دی ليدلی، خو داسې کسان شته چې يوه کال کې د جنرالۍ دوه ترفيع گانې ورکول شوې دي». د هغه په وينا بې عدالتۍ د بې واسطې افسرانو له سترگو پټې نه دي او هيڅکله به يې هېرې نه کړي.
په داسې حال کې چې ولسمشر غني تېره ورځ خپلو خبرو کې پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ، چې غير سياسي پاتې شي او په کوم گوند پورې تړلي ونه اوسي، خو جنرال امرخېل ادعا کوي، چې کورنيو چارو وزارت، امنيت شورا او جمهوري رياست امنيتي ځواکونه سياسي کړي دي او خپلې موخې پرې ترلاسه کوي.
د کورنيو چارو وزارت چارواکو تر دې دمه د جنرال امرخېل د خبرو غبرگون کې څه نه دي ويلي.