
تېره ورځ د شینډنډ په مرکز د زوړ بازار په جامع مسجد کې د شینډنډ د علماو مشر د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو ووژل شو. د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد د مولوي محمد هاشم د وژل کېدو د خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دې ولسوالۍ کې یو بل دیني عالم هم د ناڅرگندو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د هرات ولایت چارواکو د پېښې د څېړنې لپاره کمیسون ټاکلی چې پېښه له نږدې وڅاري. تر دې دمه د مولوي محمد هاشم ترور کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.