د افغانستان د رونټیا څار اداره په خپل نوي خپاره شوي راپور کې لیکي چې د افغانستان په مالي مارکیټ کې ۶۵٪ افغانۍ له توربازار څخه راځي.
د افغانستان د رونټیا د څار ادارې مشر سید اکرام افضلي تېره ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې هر کال د ۷۰ ملیونه ډالرو په ارزښت تریاک له هېواد څخه بهر قاچاق کېږي او دغه پیسې د پیسو وینځلو له لارې د افغانستان مالي مارکیټ ته لار پیدا کوي.
افضلي همدارنگه زیاته کړه چې د افغانستان ډېر عاید له غیرې قانوني لارو څخه ده نو له همدې امله زموږ ډېری مالي سیستم په غیرې قانوني پیسو ولاړ دی.
د افضلي په وینا د ملي یووالي حکومت د مالي فساد په مبارزه کې ناکام پاتې دی او نړیواله ټولنه هم د پام وړ کوښښ نه کوي چې د افغانستان مالي سیستم له فساد څخه وژغوري.
د ده په وینا نړیواله ټولنه باید د هغو خلکو نومونه په ښکاره یاد کړي چې په مالي فساد کې داخل دي تر څو په راتلونکي کې د فساد کچه ښکته شي.
د ځینو نورو نړیوالو راپورونو له مخې د افغانستان حکومت ځکه له فساد سره مبارزه کې ناکام پاتې دی چې د حکومت ډېری مشران خپله په فساد کې اخته دي.