نا واده کړي ځوانان پر ذهني تنزلي، يا ډيمينشيا اخته کېدای شي.
د سويډن يوې طبي مجلې په خپله نوې څېړنې کې ويلي، چې له واده لرې پاتې کېدل د ذهني روغتيا لپاره زيان رسوونکی دی.
څېړنه کې د ۲۲ لکو خلکو ذهني وړتيا څېړل شوې او د هغو خلکو، چې د ژوند شريک يې وفات شوی وي او يا ځوانانو واده نه وي کړی، د هغو خلکو په پرتله، چې ودنو لري دوه چنده زيات پر ذهني کمزوري او ناروغۍ اخته کيدای شي.
له ۵۰ تر ۷۰ کالو خلکو پر ذهني وړتيا څېړنه شوې او ويل شوي، چې د څېړنې په پيل کې دغه ټول کسان په ذهني ناروغۍ نه و اخته.
څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې په لسو کالو کې ۳۲زره کسان په ذهني ناروغۍ اخته شوي، او خبره ثابته شوې، چې دې ناروغانو کې ډېری هغه خلک وو، چې د ژوند ملګری يې له لاسه ورکړی او يا يې تر اوسه واده نه دی کړی.
د طبي کارپوهانو په وينا تنها ژوند کوونکي خلک ډېر ژر يا لږ وروسته انسان پر ذهني ناروغۍ يا ډيمنيشيا اخته کېدای شي.
د څېړونکو په وينا د ژوند له ملګري سره ګډه ژوند د يوازېتوب احساس له منځه وړي، ذهني سکون ورکوي، ټولنيز ژوند کې يې خلک ښه بولي او د ژوند له منفې اغېز خوندي وي.