افغان کډوال له ځان سره څه راوړي؟
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل او بیا له کورنۍ جګړې وروسته شاوخوا شپږ میلیونه افغانان پاکستان ته کډوال شول. وروسته افغانان اروپايي او امریکايي هېوادونو کې هم مېشت شول.
له ۲۰۰۱ راهیسې د نسبي امنیت له راتلو سره په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو کچه راټیټه شوه او شاوخوا دوه ملیونه افغانان تر ۲۰۱۶م پورې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. له پاتې درې میلیونه افغانانو څخه یوازې یونیم ملیون په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او نور په غېرې قانوني ډول خپل ژوند تېروي. د سرچینو په قول، ښايي همدومره نور کډوال ناراجسټر هم شته.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې ډېری افغانان سوداگریزې بوختیاوې لري او یو شمېر په دې ایالت کې خدماتي چارې هم پر مخ بیايي. د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو چارو وزارت د تېر کال د راپور له مخې افغان سوداگر هر کال د څلور ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مالیه ورکوي او شاوخوا نهه زره افغان ډاکټران په دې ایالت کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د ازادۍ راډیو د تازه خپاره شوي راپور له مخې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۲۴۰ تولیدي شرکتونه د افغان سوداگرو له لوري اداره کېږي. له دې سره په پاکستان کې لوی شوی افغان نسل تر ډېره د تعلیم او تحصیل په گاڼه سمبال دي او کولی شي چې په افغانستان کې له تعلیمي او تحصیلي اداراتو سره مرسته وکړي.
تېره میاشت د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ د شخړو له امله د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې خرابې شوې چې له امله یې افغان کډوال په خیبرپښتونخوا کې د ځايي اوسېدونکو او پولیسو له لوري د ناوړه چلند څخه ډېر کړېږي.
ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په نولسم تاریخ به په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو د نړیوالې ادارې له لوري درې اړخیزه غونډه وشي او د مېشتو کډوالو د برخلیک په اړه به وروستۍ پرېکړه تر سره شي. خو له دې پرېکړې دمخه کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي او یوه ډېره برخه یې غواړي چې نور پاکستان پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
بېرته ستنېدونکي افغان کډوال له ځان سره ډېر څه لري چې خپل هېواد ته یې د ډالۍ په ډول یوسي. کډوالو په پاکستان کې د سوداگرۍ تر څنگ ډېر نور مهارتونه هم تر لاسه کړي چې کولی شي په افغانستان کې ترې گټه پورته کړي.
د کډوالو یوه ستره برخه سوداگر دي چې دوی غواړي خپل کاروبار په افغانستان کې پر مخ بوځي خو دوی له گڼو ننگونو سره مخ دي. لومړۍ ستره ننگونه چې افغان کډوال ورسره مخ دي د امنیت نشت دی چې له کبله یې نشي کولی چې په ډاډه زړه افغانستان کې پانگونه وکړي؛ ځکه چې د دوی ځان او مال د مافیا له لوري له خطر سره مخ دي.
دوهمه ستره ننگونه د اداري فساد ده چې له امله یې دوی نشي کولی خپل کاروبار په ښه ډول سره پر مخ بوځي. اداري فساد د دوی د کاروبار په پرمختگ کې یو ستر خنډ دی، دوی چې څه له خپل کاروبار څخه تر لاسه کوي د هغې ستره برخه په اداري فساد کې له لاسه ورکوي.
درېیمه ننگونه د ازاد بازار ده چې له مخې یې د دوی تولیدات د گڼو نړوالو کمپنیو له لوري تهدیدېږي او نشي کولی چې د هغو بهرنیو تولیداتو مقابله وکړي او په پای کې له سقوط سره مخ کېږي. د دې ستونزې د حل لپاره ضروري ده چې افغان حکومت په خپله اقتصادي پالیسي کې د پام وړ تغیرات راوړي تر څو په کور دننه د تولیداتو گراف کې ښهوالی راشي.
حکومت ته په کار دی چې د افغان کډوالو له راتلو دمخه په یوه داسې میکانیزم کار وکړي چې افغان کډوال په کې ځان خوندي احساس کړي او په پوره ډاډ سره وکولی شي چې خپل هېواد ته راوگرځي.