
حمید عمري
ډېری خلک په دې فکر دي چې یوازې لوستل او فکر کول د انسان دماغ پیاوړی کوي، خو نوو څېړنو بیا ښکاره کړې چې ورځنی ورزش د انسانانو د دماغ په پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبوي او زیاتوي چې ورزش د انسان د دماغو لپاره تغذیه ده.
ورزش د وزن د توازن ساتلو، اندام جوړولو سربېره خورا نورې ډېرې گټې لري. روغتیايي کارپوهانو په دې وروستیو کې د ورزش او پر دماغو یې د اغېزې تر څېړنو وروسته لاندې ټکي تر لاسه کړي:
۱ – دماغ پیاوړی کوي؛
۲ – د انسان په پاملرنه کې رغنده رول لوبوي؛
۳ – انسان ورسره روغ وي، د خوښۍ احساس او منظم خوب به کوي؛
۴ – د عمر په ډېرېدو سره حسی ادراک نه کمزوری کېږي؛
۵ – د انسانی مهاراتونو په زیاتیدو کی مرسته کوی.