افغانستانسلايډ

چين کې د ولسمشر اوباما له سپکاوي ډک هر کلی

د امريکا ولسمشر بارک اوباما چې چين کې د «جي شل» سرمشريزه کې د گډون لپاره دغه هېواد ته تللی و، هوايي ډگر کې د ښکته کېدو پر مهال له سپک هرکلي سره مخ شوی دی.

راپورونه وایي، چې کله چې د بارک اوباما الوتکه د چين د هانگ جو ښار پر هوايي ميدان ښکته شوه، کوربه هېواد له الوتکې د کوزېدو رسمي زينه نه وه راوړې او اوباما اړ شو چې د کوزېدو لپاره د الوتکې وروستۍ برخه کې بېړنۍ زينه وکاروي.

همدا راز اوباما ته هلته رسمي ښه راغلاست نه دی ويل شوی نه ورته هغه سرې قالينې غوړول شوې وې، چې د ولسمشرانو هرکلي ته غوړول کېږي. د دغې پېښې له امله د دواړو هېوادونو د ډپلوماټانو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوې ده.

يوه چينايي چارواکي د شخړې پر مهال وويل: «دا زموږ ښار او زموږ هوايي ميدان دی او موږ يې واکدار يو». د چارو شنونکي د اوباما دغه له سپکاوي ډک هرکلی قصدي او پلان شوی کار بولي، ځکه چې هلته د نورو مشرانو رسمي هرکلی شوی دی.

د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزان رايس د چين دغه کار د توقع خلاف بللی او په وينا يې د چينايي چارواکو دغه ډول تعامل ټکان ورکړ.

بيجينگ کې د روسيې پخواني سفير هم دغه کار سنجول شوی بللی او د دې تر شا يې «ډېر څه» پټ بللي دي.

د جي شل هېوادونو دغه غونډه د چين په هانجو ښار کې جوړه شوې ده. راپورونه وايي ياده غونډه کې هم ولسمشر اوباما په يوازې حالت کې ليدل شوی دی.

معلومه نه ده چې چين له ولسمشر اوباما سره ولې دا ډول تعامل کړی دی، خو ځينې کارپوهان دا د نړۍ د هېوادونو په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې له امله بللی دی.
د يادونې وړ ده چې اوباما سره له دې وړاندې په نورو هېوادونو کې هم ورته چلن شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button