نن ماسپخين نږدې دوه بجې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال عبد البصير شهروند وژل شوی دی. پر جنرال شهروند د شاه ولي کوټ کوندلان سيمه کې بمي چاودنه شوې ده.
له سيمې څخه سرچينې وايي، جنرال بصير له افغان ځواکونو سره په گډه په پوځي عملياتو بوخت و، چې چاودنه پرې وشوه. د ۲۰۵ اتل قول اردو يوه لوړپوړي چارواکي د پېښې پخلی کړی، دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ويلي، چې جنرال عبد البصير د کندهار – روزگان د لويې لارې د عملياتو رهبري په غاړه درلوده.
د کندهار – روزگان لويه لار له يوې نيمې مياشتې راهيسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او څه موده وړاندې حکومت د طالبانو د ځپلو په موخه هلته عمليات پيل کړل.
جنرال عبد البصير شهروند د ملي اردو دويم هغه لوړرتبه قوماندان دی، چې له دوه مياشتو کمه موده کې د وسله والو مخالفينو له لوري ووژل شو. له دې وړاندې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال جنرال خان اغا هم د وسله والو له لوري خپل کور کې وژل شوی دی.
بل لور ته وسله والو طالبانو لا هم د کندهار – روزگان پر لويه لار ولکه ټينگه کړې ده او له درې ورځو راهيسې يې د روزگان پر دهراود ولسوالۍ سخت بريدونه پيل کړي دي. د دهراوود ولسوال امين الله خالقي پر دولت غږ کړی و، چې که بېړنۍ مرسته يې ونه شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.