د ښې حکومتوالۍ برخه کې د ولسمشر غني استازي احمد ضيا مسعود له وسله والو طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو نيوکې کړې او ويلي يې دي، چې دا خبرې ورته د منلو نه دي.
هغه دوه ورځې وړاندې تخار کې د يوې غونډې په ترڅ کې پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې اوږدې جگړې ته تياری ونيسي.
مسعود په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، د طالبانو د مخنيوي لپاره به هر ولايت کې د مقاومت ولسي شوراوې جوړې کړي، چې د امنيتي ځواکونو تر څنگ به له طالبانو سره جگړه کوي.
هغه د سولې خبرو په اړه وويل: «دا خبرې طالبانو ته د ځان پياوړي کولو او سيمو نيولو فرصت ورکوي. ای اېس ای غواړي د طالبانو يوه کمزورې ډله حکومت سره خبرو ته کښېنوي، خو قوي مخالفين به د حکومت ضد جگړه کوي».
د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې حکومت وايي، سوله به يوازې له هغو وسله والو سره کوي، چې وسلې پر ځمکه ږدي او د افغانستان اساسي قانون مني.
ضيا مسعود په داسې حال کې د سولې له خبرو سره مخالفت ښودلی، چې پرون د امريکا د ملي امنيت مشر جيمز کلپر د افغانستان سياسي حالت خراب او د سقوط له گواښ سره مخ بللی دی.
له مسعود وړاندې د ولسمشر مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم هم پر حکومت نيوکې کړې دي او زياته کړې يې ده، چې د ورسره شويو ژمنو د نه عملي کېدو له امله له ولسمشره خفه ده. د نوموړي وياند څه موده وړاندې د جنرال دوستم غوښتنو ته د نه پاملرنې په صورت کې حکومت گواښلی و، چې شونې ده پر ضد يې هر ډول عکس العمل ترسره شي.