د ملگرو ملتونو يوه چارواکي د اسلامپالو د له منځه وړلو لپاره د غرب له توطیې پرده پورته کړې
د پرمختگ په چارو کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي سلاکار جيفري ډ. ساکس د يوې پېړۍ په اوږدو کې د اسلامپالو د راپرزولو لپاره د غرب له توطيو پرده پورته کړې ده.
نوموړي ويلي دي، غرب پوره يوه پېړۍ ډيموکراتيکې موسسې له کاره وغورځولې، او د جگړو ډگرونه يې رامنځته کړل، څو اسلامپالي راوپرزوي، چې د جگړو دغه ډگرونه نن له باماکو تر کابله غځېدلي دي، هغه د بېلگې په توگه الجزایر، فلسطين، مصر او نور هيوادونه ياد کړي، چې د رايو اچونو صندقونه په کې رد شول.
جيفري پر الجزيره وېبپاڼه په خپله مقاله (د منځني ختيځ لپاره نوې پېړۍ) کې ليکلي، سوريه کې په ۱۹۴۹ز کې د پوځي کودتا په وروستيو کې چې CIA يې تر شا وه، CIA يوه بله پوځي کودتا هم برابره کړه، چې په ۱۹۵۳ کې په ايران کې محمد مصدق له منځه يوسي، څو د دې هيواد پر تېلو د غرب د ولکې ساتنه وشي.
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي دغه سلاکار زياتوي: «کټ مټ همدا چلن تر ننه روان دی، په ۲۰۱۱ز کې ليبيا کې معمر القذافي له منځه ولاړ، ۲۰۱۳ز کې مصر کې محمد مرسي راوپرزول شو، او د نږدې اويا کلونو لپاره په پرلهپسې توگه د امريکا متحده ايالاتو او ايتلافيانو يې د هغو حکومتونو د له منځه وړلو لپاره يا خپله مداخله کړې او يا يې هم د ځايي مشرانو په مشرۍ د کودتاو ملاتړ کړی، چې د امريکا خوښه يې نه منله.
جيفري يادونه کړې، چې غرب دغه سيمه د وسلو پلورلو پر مټ ټوله په وسلو لړلې ده، چې قيمت يې سلگونه مليارد ډالر کېږي، داسې امريکا د سيمې په بېلا بېلو ځايونو کې پوځي مرکزونه جوړ کړل، چې د CIA په مکررو ناکامو عملياتو کې د امريکا او اروپا سخت دريځو دښمنانو ته ستره اندازه وسله هم لاس ته ورغله.
د ملگرو ملتونو دغه چارواکی وړاندې وايي: «که د غرب مشرانو کله له عربو او يا سيمه کې له بل چا وپوښتل، چې ولې خپلې واکمنۍ نه شي کولای؟ داسې ځواب ته دې تيار وي، چې: ځکه چې تاسو د پوره يوې پېړۍ په اوږدو کې په خپلو لاسوهنو ډيموکراتیک بنسټونه کمزوري او ونړول (الجزایر، فلسطين، مصر او نورو هيوادونو کې مو د خلکو د رايو صندقونه رد کړل)، اوږدې او نه ختمېدونکې جگړې مو رامنځته کړې، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره مو سخت دريځي جهاديان مسلح کړل او د وژنو داسې ميدانونه مو رامنځته کړل، چې نن له باماکو تر کابله غځېدلي دي».
جيفري دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې يو شمېر د نظر خاوندان امريکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنوي، همدا راز امريکايي چارواکو څو ورځې وړاندې وويل، چې روان کال يې د وسلو په خرڅلاو کې ۳۶ سلنه زياتوالی راغلی، چې لسگونه مليارد ډالر کېږي، دا چې امريکا دغه وسلې پر چا پلورلې دي، په دې اړه يې يوازې د ډېرې لږې اندازې حساب ښکاره کړی دی.
د م.م د عمومي منشي دغه سلاکار د امريکا دا سياست ناسم بللی، چې اسلامي حکومتونه له واکمنۍ لرې کوي، او دا يې په سيمه کې پرته له دې چې يا همدا اوس کامياب شي او يا کومه لرې گټه ولري، د سياست د شنډېدو لامل بللی.