نن د سېشنبې ورځ د ولسي جرگې ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر غواړي نور د سولې څلور اړخیزې غونډې تحریم کړي. د ولسي جرگې غړو تېره شپه له ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره ناسته لرله.
ولسمشر اشرف غني د تېرې شپې غونډه کې ویلي وو چې دی نور نه غواړي د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې برخه واخلي. ولسمشر په دې غونډه کې هیله څرگنده کړې وه چې دا شونې ده چې د حزب اسلامي له غړو سره سلا ته ورسېږو.
د سولې په څلور اړخیزې ډله کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا شامل دي. دا غونډې د روان کال په جنورۍ کې پیلې شوي دي چې تر دې دمه یې په اسلام اباد او کابل کې څلور ناستې کړي دي.
تمه کېده چې د مارچ د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د سولې څلور اړخیزې غونډه کې طالبان هم برخه اخلي خو طالبانو په دې ناسته له برخه اخیستلو څخه انکار وکړ.
د ولسي جرگې غړی عرفان الله عرفان چې د تېرې شپې ناستې له برخهوالو څخه وو په دې اړه وویل: «ولسمشر پر ولسي جرگې غږ وکړ چې داخلي اختلافات او ستونزې په خپل ځای پرېږدي او د هېواد له امنیتي ارگانونو سره مرسته وکړي».
عرفان همدارنگه زیاته کړه چې ولسمشر له پاکستان څخه د مرستې تمه نهلري. هغه وویل چې ولسمشر وايي: «د اسلام اباد پالسۍ داسې ښکاري چې دوی د افغانستان له سولې سره خواخوږي نهلري».
ولسمشر اشرف غني همدارنگه په دې غونډه کې ویلي چې موږ به د سولې د خبرو تر څنگ خپله نظامي برخه هم پیاوړې کوو. مشرانو جرگې غړي جمعه الدین هم ویلي چې د سولې څلور اړخیزه غونډې کومه گټه نهلري نو ښه دا ده چې تحریم شي.