د تخار چارواکي خبر ورکوي، چې د کندوز د جگړو له پيله تر دې دمه شاوخوا پنځوس زره بې ځايه شوي دې ولايت ته ورغلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري رسنيو ته ويلي، چې دغه خلک اوسمهال تخار کې په کمپونو، مکتبونو او د خلکو کورونو کې مېشت دي.
تيموري زياته کړې ده، چې د بې ځايه شويو خلکو د ډېروالي له کبله هغه ځايونه او کمپونه ډک شوي دي، چې دوی ته په پام کې نيول شوي وو او د نورو کډوالو د ځايولو فرصت نه شته.
کندوز کې وروسته له هغه امنيتي حالت خراب شول، چې د تېر کال سپتمبر مياشت کې وسله والو طالبانو دغه ولايت ونيو. وروسته د ناټو او افغان ځواکونو په بريدونو کې طالبان بېرته له کندوز ښاره ووتل او تېره اوونۍ يې يو وار بيا ښار په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راوست.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري وايي، دولت ورسره د بې ځايه شويو لپاره د مرستو ژمنه کړې ده، خو تر دې دمه ورسره هيڅ مرسته نه ده شوې.
بل پلو څه موده مخکې د ملگرو ملتونو په يوه راپور کې وړاندوينه شوې ده، چې روان کال به افغانستان کې له يو مليون کسانو ډېر خلک د جگړو له کبله بې کوره شي او که بېړنۍ بشري مرستې ورسره ونه شي، نو يو ستر ناورين به رامنځته شي.