سلايډسيمه او نړۍ

واشنگټن پوسټ: سوريه کې د امريکا توغندي او روسي ټانکونه يو بل ته مخامخ دي

د امريکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د سوريې په اړه  د امريکا او روسيې د سياليو او رقابتونو په اړه داسې يوه ويډيو خپره کړې، چې يوه وسله واله ډله په امريکايي توغنديو د روسيې پر جوړ شوي ټانک بريد کوي.
د ورځپاڼې په وينا په ټولنيزو شبکو کې دغه ويډيو خپره شوې، چې د لومړي ځل لپاره يوې وسله واله ډله د امريکايی ټانگ ضد ميزايل په واسطه پر روسي ټانک بريد کوي.
واشنگټن پوسټ ليکلي، چې دا ويډيو د حلب اړوند سيمو کې جوړه شوې ده او د بشارالاسد منځلارو مخالفينو ته امريکا د ۲۰۱۴ په منځنيو مياشتو کې دغه وسلې ورکړي دي.
دغې امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې په ټولنيزو شبکو کې گڼې داسې ويډيو گانې ليدل کيږي، چې د سي ای اې له لوري د بشارالاسد منځلارو مخالفينو ته ورکړل شوي امريکايي وسلې په کې کارول کيږي، هغوی پرې د بشارالاسد ځواکونه او ايراني ملېشې په نښه کوي او دا لومړی ځل دی، چې تېره ورځ په ټولنيزو شبکو کې داسې ويډيو ترسترگو شوه، چې يو روسی ټانک پر امريکايي توغندي لگېدلی دی.
ويل کيږي، چې دغه روسي ټانکونه په داسې طريقه جوړ شوي، چې د ده پر لور تلونکی توغندی خپل مخ بل لور ته اړوي، مگر په دغه خپره شوې ويډيو کې دغه خبره په ثبوت نه رسيږي او يا به دغه مهال د ټانک دفاعي نظام له کاره لويدلی وي.
په توغنديز بريد کې دغه ټانک له منځه نه دی تللی؛ ځکه دغه روسی ټانک له داسې اوسپنې جوړ شوی، چې توغندی يې نه شي ويجاړولی.
په ويډيو کې ښکاري، چې د توغندي له لگېدو وروسته پوځيان له ټانک څخه ژوندي راکوزيږي.
سوريه کې د امريکا او روسيې د سيالۍ څارونکي وايي، چې دواړه هېوادونه د خپل سياسي نفود تر څنگ دغه هېواد کې نظامي نفوذ او د وسلو په کارولو کې هم يو بل سره سيالي کوي او امريکا له تېرو څو کالو راهيسې د بشارالاسد منځلارو مخالفينو خپلې پرمختللې وسلې ورکوي او په عين حال کې روسيې هم د سوريې په جگړه خپلې نوې او پرمختللې وسلې ازمويل پيل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button