
کابل کې د پاکستان سفارت ویلي چې د راتلونکي جون میاشتې له پېلېدو وروسته به هېڅ افغان له ویزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته وانه وړي.
کابل کې پاکستانی ډېپلومات اختر منیر رسنیو ته ویلي چې هېواد يې غواړي د تورخم د دروازې په اړه نوي شرایط کېږدي چې له هغوی څخه یو یې هم د ویزې لرل دي.
تر دې مخکې افغانانو کولی شوای چې له ویزې پرته د پاکستان خاورې ته واوړي خو د ډیپلومات په وینا له دې وروسته به دغه اسانتیا له افغانانو څخه واخیستل شي.
موده وړاندې د تورخم شاوخوا سیمو کې پاکستاني سرحدي ځواکونو غوښتل چې نوې ودانۍ جوړې کړي چې د افغان سرحدي ځواکونو له مخالفت سره مخ شوي وو او له امله یې د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره په بشپړ ډول تړل شوې وه.