خبرونهسلايډ

امریکا د اسامه بن لادن وصیت‌پاڼه خپره کړه

د امریکا د ملي اطلاعاتو ادارې دغه وصیت‌پاڼه سره د ۱۱۲ نورو اسنادو چې اسامه بن لادن پورې یې تړاو درلود خپرې کړې. دغه وصیت‌پاڼه او اسناد په ۲۰۱۱م کال کې امریکايي کمانډويي پوځیانو د اسامه بن لادن له کور څخه تر لاسه کړي وو. امریکايي کمانډويي پوځیانو په ۲۰۱۱م کال کې د اسلام‌اباد تر څېرمه نږدې ښار «ایبټ اباد» کې د اسامه بن لادن په هستوگن ځای برید وکړ او اسامه بن لادن یې له منځه یووړ.

اسامه بن لادن په خپل وصیت‌پاڼه کې لیکلي چې زما د پانگې څخه ۲۹ میلیونه امریکايي ډالر د خدای تعالی په لار «جهاد فی سبیل الله» کې ورکړئ او پاتې نوره دې د کورنۍ غړي خپل منځ کې وویشي. اسامه بن لادن دې ته اشاره کړې چې د ده دغه پانگه په سوډان کې ده خو دا یې نه ده ښکاره کړې چې دا پانگه هلته منقوله او یا غیره منقوله پانگه ده.

اسامه بن لادن همدارنگه په ۲۰۰۸م خپل پلار ته په لیک کې لیکلي: «که مړ شوم نو زما لپاره ډېرې دعاگانې او د خیر کارونه وکړئ ځکه د اخرت منزل ته د رسېدلو لپاره ستاسو دعاوو ته ډېره اړتیا لرم».

اسامه بن لادن همدرانگه په ۲۰۱۱م ځینې لیکونه استولي چې په کې د امریکا د ماتي او شکست زیری یې ورکړی. هغه همدارنگه د معمر القذافي د وژلو په  اړه هم لیکي چې دا د القاعده ستره لاسته راوړنه وه چې د معمرالقذافي په سینې کیناستل او هغه یې له منځه ویوړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button