سر درد یوه عامه ناروغي ده، ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان دي. ځینې بیا ډېر کله له دغې ستونزې کړېږي او په آسانۍ پرې اخته کېږي. که سردرد لرئ نو له دې لارو چارو نه په کار اخیستو سره تاسو کولای شئ چې سردرد له منځه یوسئ:
- په خوړو کې مو د سوډا استعمال لږ کړئ. سوډا خپلې گټې هم لري خو ډېری انسانان په سردرد اخته کوي؛
- د سپرې ډېر کارول د سردرد او وینې لوړ فشار لامل گرځي، باید ترې ډېر کار وانه خیستل شي؛
- ځینې انسانان د چاپېریال له ککړتیا سره ستونزه لري او د سردرد لامل یې گرځي، د مخنیوي لپاره یې اړین دي چې له ماکس او نورو وسایلو څخه کار واخلي؛
- کورکمن له یوې کاچوغې مستو سره په یوه گیلاس اوبو کې گډ کړئ او ویی څښئ؛
- د ولې د ونې له پاڼو څخه کار واخلئ او یا د اسپرین ټابلیټ وکاروئ نو سردردي به مو له منځه ولاړ شي.
پورته یادې شوې لارښوونې د گڼو طبي مرکزونو د داکترانو له سلا وروسته وړاندې شوي دي.