راپورونه وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار د بغلان مرکز پلخمري ته نږدې د ملي اردو يوه څرخکه په نښه کړې او راغورځولې ده. د بغلان د والي ویاند عبد الستار بارز د پېښې پخلی کړی دی.
طلوع نيوز د يوې سرچينې له خولې ليکلي چې دغه مي اوولس ډوله څرخکه نن هغه مهال د طالبانو تر راکټي بريد لاندې راغله چې د دوی له لوري د امنيتي سرتېرو يوې کلابندې قرارگاه ته يې وسلې او مهمات وروړل.
ويل کېږي دغه قرارگاه کې يو سل او شل تنه امنيتي سرتېري دي او له پينځو ورځو راهيسې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.
پېښه کې د ځاني تلفاتو په اړه تر دې دمه کره معلومات نه دي خپاره شوي خو گمان کېږي، چې الوتکه کې څلور تنه سپاره وو او ټول له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې بغلان کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دي او طالبانو د مرکزي بغلان په جرخشک سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه قرارگاه هم نيولې ده. دې جگړه کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی، دوه نور طالبانو نيولي او درې لا هم تری تم دي.
طالبانو د څرخکې د راغورځولو پړه پر غاړه اخيستې ده او ادعا يې کړې ده، چې ټول سپاره کسان يې په کې وژلي دي.