خبرونهسلايډ

مصري ولس د تښتول شوي الوتکې د سفر ارمان کوي

د تاریخ استاد سیف الدین المصطفی پرون یوه مصري مسافر وړونکې الوتکه له مصر څخه قبرس ته تښتولې وه. مصطفی د الوتکې مسوولینو ته گواښ کړی وو چې له ده سره چاودېدونکي توکي دي که چېرې د ده خبره ونه منل شي نو چاودېدونکو توکو ته به چاودنه ورکړي. وروسته قبرسي چارواکو خبر ورکړ چې له مصطفی سره هیڅ ډول چاودېدونکي توکي نه ول.

مصطفی له مصري حکومت څخه یوه غوښتنه دا وه چې د ده میرمن له زندان څخه ازاده کړي او له قبرس حکومت څخه یې غوښتي وو چې ده ته تابعیت ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو «فیسبوک او ټویټر» کې ډېری مصریانو دا هیله څرګنده کړې ده چې کاشکې دوی هم د دې الوتکې له مسافرینو څخه ول. مصري ولس د بیکارۍ، پوځي حکومت او اقتصادي ثبات له نشتوالي څخه ځورېږي. د راپورنو له مخې ډېری لیکوالان او مدني فعالان د حکومت له لوري بندیان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button