خبرتياوېسلايډ

د تورخم تړل کېدو مساپر له ستونزو سره مخ کړي

د ننگرهار ولایت چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د طورخم دروازه د پاکستاني ساتونکو له لوري تړل شوې چې له امله یې گڼ مسافر د پولې دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

د لویدیځو ولایتونو د سرحدي پولیسو مرستیال ذبیح الله قاضي‌زاده رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ پاکستاني پوله ساتونکو د تورخم دروازه وروسته له هغې د مسافرو پر مخ وتړله چې دوی ورته د پولې پر سر د پله د جوړولو اجازه ورنه کړه.

قاضي‌زاده زیاته کړه چې پاکستاني پوله ساتونکو غوښتل چې د ډيورنډ د کرښې دپاسه د افغاني پولیسو پوستې ته نږدې پول جوړ کړي چې د دوی دا کار نړوال قانون تر پښو لاندې کوي نو موږ هم ورته اجازه ور نه کړه چې دا کار تر سره کړي نو له دې امله دوی د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ وتړله.

د قاضي‌زاده په وینا پاکستاني پوله ساتونکو دروازه په بشپړ ډول تړلې ده. قاضي‌زاده زیاتوي چې پاسپورت او افغان مهاجر کارت لرونکي دواړه د پولې دواړو خواوو ته منتظر دي.

د قاضي‌زاده په وینا پاکستاني پوله ساتونکو غوښتل چې حالات خراب کړي خو موږ ونه غوښتل چې د دوی په وړاندې له کوم منفي حرکت څخه کار واخلو.

د تورخم دروازې له تړکېدو سره افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. عیني شاهدان وايي چې شاوخوا شپږ جنازې د پاکستان خواته منتظر دي چې افغانستان ته دننه شي خو پوله ساتونکي دوی ته هم اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته واوړي.

نور گڼ ناروغان، زنانه او ماشومان د هوا د گرمۍ له امله له سخت کړاو سره مخ دي.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاء الله خوگیاڼي رسنیو ته ویلي چې دوی له پاکستاني چارواکو سره خبرې‌اترې پیل کړي تر څو سره سلا ته ورسېږي. خوگیاڼي هیله څرگنده کړه چې ډېر ژر به دروازه د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button