خبرونهسلايډ

واشنگټن پوسټ: اشرف غني پخپله د ستونزې یوه برخه ده

د واشنگټن پوسټ جورنالسټه لیکي چې ولسمشر غني په ارگ کې له بهرنیو جورنالستانو سره یو ماښامۍ د ارگ په ازادې او ښېرازې فضا کې غېرې رسمي ناسته لرله. ناستې کې بهرنیو جورنالستانو له ولسمشر څخه گڼې پوښتنې کولې او د افغانستان د اقتصاد او عامه ناخوښۍ په اړه یې ترې نظر اخیسته.

جورنالسټه کاږي چې ولسمشر یوازې په احصایوي شمېرو بسنه کوله او د عام ولس له خپگان او اقتصادي ستونزو یې څه نه ویلي چې ولې ولس د ملي یووالي له حکومت څخه ورځ تر بلې واټن اخلي.

جورنالسټه زیاتوي چې له ولسمشر غني څخه پوښتنه وشوه چې د دې ناخوالو او ستونزو په شتون تاسو څنگه د ارامۍ احساس کوئ په ځواب کې وویل چې زه یوازې په دې خفه کېږم چې غونډې په خپل وخت کې پیلې نه شي. د واشنگټن پوسټ د جورنالستې په نظر غني یوازې په وړو اداري ستونزو کې نښتی دی او د هېواد ستر کارونه ترې پاتې دي.

د واشنگټن پوسټ د راپور له مخې ولسمشر له قومي مشرانو سره کتنه نه کوي او دا د دې لامل شوی چې قومي مشرانو تر واټن اخیستی دی. راپور زیاتوی چې تېر ولسمشر حامد کرزي به قومي مشرانو ته ډېره پاملرنه کوله او همدا لامل وو چې د هغه په وخت کې ستونزې لږې وې.

د واشنگټن پوسټ راپور همدارنگه زیاتوي چې ولسمشر د ټولو وزارتونو په کارونو کې لاسوهنه کوي او د وزارتونو وزیرانو ته کوم صلاحیت نه ورکوي. راپور زیاتوي چې د ارگ په غونډو کې د غني خبره سمه ده او هیڅ څوک د مخالف نظر ورکولو حق نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button